ساقې ته!
اسدالله زمری اسدالله زمری

ساقي  راځه  چې  په  توبو  وخیږو

په   خپلو   تېرو    نا کردو     وخیږو

سره   راټول  کړو    مرور ملګرې

هغه    درزم   او   ساغر     ملګرې

تیته مستې کړو مړو رګونو کې بیا

ګډه    ګړو   ماته     ځنخیرونو کې بیا

دلمبو    لپې   که    جامونه   دې     ستا

د لمر کاسې    مست   نظرونه دې ستا

یاران    یخنۍ  نه   دې    کنګل    وهلي

ځینی      لا ښکارې چې    ځنګل   وهلې

کامونه    وچ  له تندې  ، شونډې   چاودې

سترګې دې وږې ،دزړه پوندې چاودې

چیرته ویده یې  چې خپل ځان دې شو هېر ؟

څومره نیشه یې چې جهان دې شو هېر؟

پاڅه   راډک کړه    مونږ   ته بیا جامونه

ډک     له سکروټو    او رڼا    جامونه

هله    در ځار شمه      تلوار   کوه       لږ!

هله    چاره     دتریخ خمار   کوه لږ !

راشه   لاهو مو کړه     مستېو کې بیا

مونږ ه    حساب  کړه   په هستېو کې بیا

چې په جهان   نوې غوغا  جوړه  کړو

له   رنګېنو   ډکه    دنیا جوړه کړو

لاسونه تاو کړو په ګډ ا  شو  سره

سرونه    جګ کړو   په خندا شو سره

څو به خپل سر   په    مات ورمیږ ګرځوو

څو به مات زړه داسې په غیږ ګرځوو؟

 


April 13th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان